د غزني پېښې او د طالبي ډنډورچیانو تازه رسوايي !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

د پښتونخوا پر ټوله سیمه او د پښتنو د ګڼو ولسونو منځ کې داسې شبحه ، تمه او ناڅرګند انتظار خپورشوی او مخ په خپریدو دی چې ګوندې د طالبانو په مټ ملي مقاومت به، پښتنو ته نن وي که سبا د بري ښکلې او رنګینه ډولی راوړي ؛ د تبلیغیانو په خوله، د طالب د بري او ولس ته د خیر ښېګڼې دعاوې به، د پښتنو کندوان له غلو دانو ډک کړي او د طالب په لاړو لامده پوهان یا طالبي روڼ اندې به په ذهني زیار، لیکنو ، کتابونو او سلا او مشورو سره پښتنانه د ۲۱ مې پيړۍ پر پوهنو او تخنیک برلاسې کړي.

د دوی په خیالي او انځور شوې دنیا کې د پښتنو راتلونکې له مخکې ګل ګلزار ده ، چرت وهل پکار نه دي، هرڅه د پښتنو په ګټه روان دي، بس لږ انتظار پکار دی، هرڅه سمیږي !

پښتنو ته د حورو، غلمانو او جنتونو بازار له دوو لسیزو راهیسې، ښه تود او په زوږ ساتل کیږي. ساده زړې پښتانه ، له افغانستان او سیمې سربېره اوس په اروپا او امریکا کې يي هم د طالبانو او د دوی د خواخوږو په تبلیغ چې د اوښانو پشان له خولې ځګونه غورځوي، په حورو او غلمانو پسې ځنځیرونه شکوي !

خو د تبلیغ د نړۍ شاته او د ریښتیني ژوند په کوڅو کې بیا هرڅه بدل دي . 

د رسنیو د مالوماتو له مخې، د تیرو څو ورځو راهیسي « وسله والو طالبانو د غزني ولایت په ده یک، اندړو او ګیرو ولسوالیو سربیره د ښار اړوند سیمو کې ګڼ ښوونځي تړلي دي. طالبانو په کلونو د غزني د پښتني سیمو ښوونځي بند کړي وو او اوس هم په اکثرو پښتون مېشتو سیمو کې ښوونځي چندان فعال نه دي. خو د دغه ولایت د هزاره مېشتو سیمو د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي فعال دي بلکې هر کال نوي ښوونځي پکې ودانېږي خو طالبان د هزاره وو سیمو ته د تګ جرات نه شي کولی.

همدا راز وسله والو طالبانو زده کونکو او ښوونکو ته ګواښ کړی چې که چیرته خپل آواز پورته کړي کورونو ته به یي ورشي او هلته به ورته سخته سزا ورکړي.

بلخوا د اپریل په ۲۲ مه او ۲۳ مه د غزني ښار اړوند د ده خدایداد، اسپندې او یو شمیر نورو سیمو، چې د غزني ښار مربوط بلل کیږي، هم ګڼ ښوونځي د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.

د یوه راپور له مخې د ښار په مربوطاتو کې شل ښوونځي بند شوي دي. تاند»

په غزني کې د طالبانو روستی چلند چې د دوی د دا شان بې شمېره پېښو یو کوچني خو کرغیړن انځور دی، څرګندوي چې طالبان د زده کړي او پوهې څخه د پښتنو د بچوړو په محرومیت ، د پښتنو لومړی دوښمن ګڼل کیږي . پښتانه په ګاونډ او سیمه کې نور سیالان ، بدخواهان ، حریفان او دوښمنان هم لري خو په کور دننه دارنګه شرګډی او شرمخی دوښمن، یوازې د طالب په بڼه او د هغه د پاکستاني او کورني ډنډورچیانو په جثه  کې لیدلای او تجربه کولای شي !

د غزني پېښو په خورا سادګۍ د پښتنو په ګټه د طالب او د هغو د ډول ډول ښکاره او پټو یارانو د لاپو باټو څېرې نورې هم لوڅې کړي . نن را ته یو چا په دې اړه وویل چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او یا کوم طالب دا پېښه نه ده تایید کړې نو چې مجاهد صیب يي نه ده تایید کړې، مانا دا شوه چې دا پېښه طالبانو نه ده کړي .

خو د غزني د اندړو ولسوالۍ د یوه اوسیدونکو په وینا « د سلطان شهاب الدین غوري له ښوونځي نیولي بیا تر ګیرو پوري ټول ښوونځي له یوې مخي تړل شوي او په زرګونو زده کوونکي له زده کړو محروم پاتي شوي دي. همغه سرچینه »

پخوا هم د پوهنې وزارت د ښوول شوو ارقامو له مخې په افغانستان کې ۵۰۰ ښوونځي د ناامنیو او وسلوالو طالبانو په ګواښونو تړل شوي چې هلته د دوه لکو (۲۰۰۰۰۰ ) په شاوخوا کې نجونې او هلکان له لوست محروم دي . ددغو زده کوونکو زیات شمېر بې برخلیکه ګرځي .

د اختر په نوم ۱۲  کلن کوچنی هلک چې د کندهار ولایت د پنجوايی ولسوالۍ په یوه کلي کې استوګنه لري هغه ښوونځي کې چې هلته يي دري کاله زده کړه کړېده او اوس له دوه کلو راهیسې د طالبانو په لاس تړل شوی، زده کړه نه شي کولای. هغه په نهیلۍ سره وايي چې اوس د همزولو پشان چې هغوی ښوونځي ته ځي، نه شي تللای چې خپلې زده کړې بشپړې کړي . اختر په داسې حال کې چې د پنجوايی ولسوالۍ په بازار کې د پلار ترڅنګ سابه خرڅوي، وايی دلته د دوی کور ته نږدې ښوونځی نشته نو ځکه پلار يي له ځان سره د سبو خرڅلاو لپاره بوخت ساتلی دی .

د پکتیا په ولایت کې ۱۲ کلنه جینۍ چې نه غواړي خپل نوم واخلي وايی « د کلیوالي ستونزو سره سره، پلار مې ښوونځي ته پریښودلم خو یو کال کیږي چې د طالبانو په ګواښونو سره نوموړی ښوونځی تړل شوی . نوموړې وايی کلیوالي طالبانو ګواښلم که ښوونځي ته لړه شم وبه مې وژني .

د لاسوندونو له مخې زیات تړل شوي ښوونځي د افغانستان په سهیل ، سهیل لویدیځ او ختیځ کې پراته دي .

دلته اروپا کې چیرته چې زه اوسیږم، یو طالب وزمه چې کورنۍ يي لندن کې میشت ده، کال کې څو ځلې له هیواد څخه دلته په راغلو پښتنو پسې د تبلیغ لپاره راځي او د بېلګې پتوګه ورته وايي د اقتصاد پوهنځی مه لولۍ او په بانکونو کې کار مه کوۍ چې حرام دی او د پښتنو بچوړې دلته هم ژوندکولو ته نه پریږدي .

دوښمن د طالب په جامه کې پښتانه ښه په نښه کړی، هم يي وژني، هم يي ښوونځي او پوهنتون ورسوځوي او هم په دې غم کې د مکر اوښکې تویوي !

هم مې ووژنې پخپله هم په ما باندې ژړا کا

څه ښه یار دی، ښه يي مینه وژل هسې شیون هسې

خوشحال بابا

د ۲۰۱۲ کال د اپریل ۲۴ مه

 


April 24th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات